Announcement

Collapse
No announcement yet.

Statement from IEA: “Announcement of the Shūrā Council and the Deceased’s Family on..

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Statement from IEA: “Announcement of the Shūrā Council and the Deceased’s Family on..

    New statement from the Islamic Emirate of Afghanistan: “Announcement of the Shūrā Council and the Deceased’s Family on the Death of the Leader of the Faithful Mullā Muḥmmad ‘Umar”.


    د عالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات د اعلان په اړه داسلامي امارت د رهبري شوری اودمرحوم دکورنۍ علامیه

    بسم الله الرحمن الرحیم

    إن الحمد لله؛ نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله؛ فلا مضل له، ومن يضلل؛ فلا هادي له. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن محمداً عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه وسلم تسليماًکثیرا.

    أما بعد. فقد قال الله تبارک و تعالی:

    وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَابًا مُّؤَجَّلاً وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ۱۴۵وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ۱۴۶وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ۱۴۷ آل عمران.

    ترجمه : او هیڅ یو کس لره دا واک نشته چې مړ شي مګر دالله تعالی په حکم سره په لیکل شوې ټاکلې نیټه به مري،او څوک چې ددنیا اجر غواړي نو له همدې یي برخه ورکوو او څوک چې داخرت اجراو ثواب غواړي نو له هماغه یعني اخرته یي ورکوو،او زر به شاکرینو ته ښه بدله ورکړو. او ډیر داسې نبیان دي چې په خوا کې یي ډیر خدای پالونکي جنګیدلي دي خو دالله په لاره کې د ور رسیدلو مصیبتونو له امله نه سست شول،نه کمزوري شول او نه یي سرټیټی وکړ او الله همداسې صابرین خوښوي.او ددوی له دې پرته بله خبره نه وه چې ویل به یې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راوبخښه او په خپلو چارو کې زموږ تیری راوبخښه او پښې مو ټینګې کړه او پر کافرانو نصرت او بریا راکړه .

    مرګ حق دی موږ پردې ایمان لرو چې له الله تعالی پرته هر موجود د مرګ سره مخ کیږي،حتی دالله تعالی تر ټولو محبوب مخلوق د دووجهانونو سردار حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم هم د مرګ څکه کړې او له دنیا څخه یي رحلت کړی دی.

    همدې حقیقت ته په پام سره د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې داسلامي امارت مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي د ابدي نړۍ په خوا سفر وکړ. انالله واناالیه راجعون .ورحمه الله تعالی رحمة واسعة

    ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د اسلامي امت یو ویاړلی او مخلص رهبر و،چې په ډیرو سختو شرایطو کې یي د اسلامي حاکمیت لویدلی بیرغ راپورته کړ، د اسلامي امارت تر نامه لاندې یي یو بشپړ منظم او د اسلامي سیاست په اصولو برابر شرعي نظام تأسیس کړ،الله تعالی دده په توسط نه یوازې دافغانستان په سطحه مؤمنانو ته د اسلامي نظام نعمت ورولیدبلکې درست جهان ته یي د واقعي اسلامي حاکمیت نمونه وړاندې کړه.

    دا څو کرښې شاید د نوموړي د ویاړمنو کارنامو د احتوا تاب ونلري،نوځکه اصلي خبرې ته ځو او هغه داچې عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله نور له دې دنیا رحلت کړی،په دې شرایطو کې زموږ دنده دا ده چې له نوموړي راپاتې امانت اسلامي امارت هماغسې وپالو لکه ده مرحوم چې پاللی و،هماغسې اسلامي شریعت ته التزام وکړو،هماغسې مخلص او په الله تعالی متوکل واوسو،هماغسې قربانۍ ته حاضر او د حق په لاره کې مؤمن، متعهد،متوکل،صابر،ثابت او له الله تعالی څخه ویریدونکي واوسو تر څو الله تعالی همداسې ددې ستر بار د پورته کولو او تر منزله رسولو توفیق راکړي،او همداسې مو د دنیا او اخرت په سرلوړۍ او بریا ونازوي .

    مرحوم ملامحمدعمر مجاهد چې دامریکا په مشرۍ دنړیوال کفري یرغل له ټول فشار او تعقیب سره سره په هیواد کې اوسېده اوپه تیرو څوارلسو کلونو کې حتی د یوې ورځې لپاره هم له افغانستان څخه بهر پاکستان یا کوم بل هیواد ته نه دی تللی او له خپل میشت ځای څخه یي د اسلامي امارت چارې رهبرې کولې چي دنوموړي په دي ستر استقامت او له هیواده په نه وتلو کره شواهد او دلایل مو جود دي څه موده وړاندې د ورپیښې شوي ناروغۍ له امله چې دناجوړي په وروستیو دوه اونیو کې سختي زیاته شوه او په حق ورسید.

    عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله که جسما یو شخص و مګر په معنوي لحاظ نوموړی یو خوځښت،یوه نظریه او د یوه مقدس ارمان حامل و،که څوک غواړي د هغه روح خوشاله کړي او له هغه سره د وفا ثبوت وړاندي کړي،نوباید د نوموړي له میراث اسلامي امارت سره وفا وکړي،د اسلامي نظام د اعادې لپاره په دې شرایطو کې په حیث د مسلمان دازموږ د فرد فرد وظیفه ده چې د اسلامي امارت د قوت،وحدت ، پراختیا او بریا لپاره ټولې هڅې په کار واچوو، ددې ګډ کور بنیادونه لا پاخه کړو،ځکه زموږ د مسلمان اولس او مجاهد قشر عزت او سرلوړي یوازې د همدغه صف په قوت سره تضمیندلی شي .

    مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله اسلامي امارت د یوه ستر خوځښت په حیث په داسې ډول ودان کړی او روان کړی چې ترشا یي جوړ او محکم بنیادونه ، مخلص او باتدبیره ملګري او منظم تشکیلات پرې ایښي دي لهذا مجاهدین او ټول مسلمانان دي مطمئن اوسي،چې دا کاروان به د اسلامي امارت ټول مسؤلین او افراد د الله تعالی په نصرت او دمسلمانانو په ملاتړ د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله له ارمانونو سره سم منزل مقصود ته رسوي ان شاءالله تعالی و ماذالک علی الله بعزیز

    داسلامي امارت د مشرتابه ، رهبري شورا اودعالیقدرامیرالمؤمنین رحمه الله دکورنۍله پریکړې سره سم به سر له نن یعني د ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال له ۱۴ څخه تر دریو ورځو پورې په ټولو سیمو کې دعلماء کرامو ،د مساجدو د امامانو،قومي او جهادي شخصیتونو،داسلامي امارت د مسؤلینو،مجاهدینو او عام اولس لخوا د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله روح ته د دعاء په خاطر دقران کریم د ختمونو ،فاتحو او دعاګانو مراسم ترسره کیږي،او له الله تعالی څخه به مرحوم امیرالمؤمنین ته د مغفرت او اسلامي امارت ته د استحکام او بریالیتوب دعاګانې کیږي .

    په پای کې باید یادونه وکړو چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد مورنی ورور ملا عبد المنان اخنداو د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب له ټولومسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي چې د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که ددوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي او په دعاګانو کې دي تل یاد ساتي،موږ په دې ستر غم کې ټول مسلمان امت او په خاص ډول دافغانستان مجاهد ولس له ځان سره شریک بو لو اوټولو ته له الله تعالی څخه دتصلیت او صبرجمیل غوښتونکي یو . والسلام

    دافغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری اودعالیقدر مرحوم ملامحمدعمرمجاهدکورنۍ

    ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال المکرم ۱۴مه

    ۱۳۹۴هـ ش کال د اسد ۸ مه

    ۲۰۱۵میلادي کال د جولای ۳۰ مه

    Source:- http://anonym.to/?https://justpaste.it/mosg (Via IEA Spox)
    Last edited by titumir; 07-31-2015, 04:45 PM.

  • #2
    Inna Lillahi wa Inna ilayhi rajiun
    وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله
    Ya Allah Guide this Umman and give us the leader who will guide us to your command
    কাফেলা এগিয়ে চলছে আর কুকুরেরা ঘেঊ ঘেঊ করে চলছে...

    Comment

    Working...
    X